خدايه رنځور جانان را روغ کړي

لیک: حبيب الرحمن تاثير

May 31, 2015

 څه موده وړاندې د کوټي په مطبوعاتي مرکزي کې د يوې ادبي غونډې له پيلېدو څخه له مخه له ځوان ليکوال، شاعر او نقاد د پښتو او اردو ژبې د مشهور ليکوال، نقاد، شاعر او کالم ليکونکي سعيد ګوهر له مشر زوى دانيال طريري سره په خبرو وخت وم چې د سيندي او اردو ژبو تکړه شاعره،  ليکواله، افسانه نګاره او سياستواله جهان اراء تبسم راغله، دانيال طرير ته يې ويل دانياله! نن خو دا ټوله  غونډه درباندې ښکلې ده، ټول پريس کلب درباندې ښايسته دى او دا چې په ټوله غونډه کې مې يواځې پر تا سترګې ډکېږي.

د مېرمن تبسم له دې خبرو او غونډې څخه څو ورځې وروسته محمود اياز راته وويل چې: دانيال طرير ناروغ دى او د سرطان په ناروغۍ اخته دى، ورځ تربلې يې روغتيايي حالت خرابېږي، خو اوس چې کله هم له محمود اياز څخه د دانيال د رنځ پوښتنه کوم، نو د جهان اراء تبسم هغه خبره مې سترګو ته درېږي.

دانيال له رنځه کړېږي،دانيال د يوې خطرناکې بلا په پنجو کې راګېر دى، دانيال ښايسته نه دى، خو ښه نقاد دى، دانيال ښايسته نه دى، خو ښه شاعر دى،  دانيال ښايسته نه دى، خو ښه ليکوال دى، دانيال ښايسته نه دى، خو تنکى ځوان دى، هغه غونډې دي، هغه جهان اراء ده، خو نه په کې دانيال سته او نه يې هغه ښکلا پاته ده، نه د جهان اراء سترګې په چا ډکېږي او نه هم محفل ورته ښايسته ښکاري.

جهان اراء تبسم! دانيال د داسې بدمرغه قام هستي ده چي قدرونه نه پېژني، تر قلم زيات د ټوپک درناوى کوي، تر کتاب زيات د جګړې ډګر تود ساتي، تر ليکوال، شاعر او قلمکار زيات د قوماندان، خان، نواب او بدماش درناوى کوي، تر سولې زيات د جګړې لوري ته خوځېږي.

دانيال د داسي بدمرغه قام هستي ده چې له سياسي رهبرۍ څخه بې برخې ده، نو ځکه هغه په کې په رنځورو او اوبلنو سترګو د ټولنې وګړيو ته ګوري، دانيال په داسې بدرمرغه ټولنه کې ژوند کوي چې: ډېرى وګړي يې په ذهني، فکري او علمي توګه پلج او له کاره لوېدلي دي او نه غواړي چې د ذهينو، روڼ اندو او عالمانو قدر وکړي، رنځ ته يې دوا سي او ژوند يې وژغوري.

دانيال په داسې بدمرغه ټولنه کې په رنځور صورت پر بستر پورت دى چې: واکداران يې ځانونه روڼ اندي بولي، ځانونه د قام او ملت خادمان بولي، ځانونه د کتاب، قلم، ليکوال او روڼ اندې و قدر ته وفادار ګڼي، خو نه يې دغه واکدارانو د کور پر درشل قدم ايښى او نه يې هم ورسره د وړانګې د زرې غوندې مرسته کړې ده.

دانياله!ته د خپل پلار سعيد ګوهر او د خپل نيکه نواز کاکا په ډول له تېرې څه باندې يوې پېړۍ څخه غلام يې، محکوم يې، يرغمال يې، د هغه چا په منګولو کې ښکېل يې، هغه چا يرغمال کړى يې، هغه چا له خپل شناخت څخه ايستلى يې چې ته ورته ليکوالي کوې، چې ورته شاعري کوې، چې علم په کې خوروې، ته پښتون يې، ته پنجابى ليکوال، نقاد او شاعر نه يې چې پاکستان دي قدر وکړي، پاکستان دي د دغه دړد دوا سي، پاکستان دي درملنه وکړي او شړېدلى وجود دي پيوند کړي.

دانياله! ته د هغه بدمرغه قام وکړى يې چې: په کابل کې د اقوامو او قبايلو وزارت ستا پر سر په زرګونه ميليونه ډالر اخلي او وروسته يې په بېاکيو خرڅ کوي، خو ته په شړيدلي صورت، په ټوکر ټوکر صورت، په رنځور صورت پر بستر پروت يې او هيڅوک دي هم غم نه خوري، ځکه يې نه خوري چې هغه په خپل غم اخته دي، هغه خپلو خواهشاتو پر سر اخيستي دي، هغه د خپلو بدمستيو په منګولو کې ښکېل دي، د دوبۍ، هندوستان، تايلېنډ او ځينو نورو هيوادونو په (Five Star) پاى سټار هوټلونو کې د خپل وجود په ناپاکو خولو ايستلو، خوږو زګېريو او نورو عياشيو بوخت دي. ته نه وريادېږي، ته يې هېر کړى يې، ته يې له پامه لوېدلى يې.

دانياله! موږ هم ستا په رنګه بېوسه يو، کمزوري يو، خپلو خواهشاتو نه، بلکې د خپلو ماشومانو د خېټې دوزخونو پر مخه اخيستي يو، نور هيڅ نه سو درسره کولاى، يواځې دا درکولاى سو چې وايي: (که په رېز مرېز يې خداى دي خپلې لاړې دارو که).

 

خدايه رنځور جانان راروغ کړي

د لاس بنګړي به نزرانه کې ورکومه

 

یاده دي وي چې دا لیکنه د دانیال د ژوند په وخت لیکل شوې وه، خو اوس دي د دانیال روح ښاد وي.

تاثیر

 



نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





نوشته شده در دو شنبه 14 فروردين 1396برچسب:,ساعت 9:31 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com